د اسټراليا حکومت لخوا افغانانو ته د بشري ويزو د ورکړې په اړه د مهاجرت له وزير سره ځانګړې مرکه

Australian Defence Force evacuation flight which has departed Kabul

Source: AUSTRALIAN DEFENCE FORCE

د آسترالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هوک له اس بي اس پښتو راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې و يلي چې په روان مالي کال کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ وېزې زیانمو افغانانو ته په نظر کې نیولي، مګر په پام کې ده ترڅو په روان کال کې د ویز و شمېر تر دې هم زیات شي.


مهم ټکي:

  • د روان کال تر پایه پورې آسټرالیا له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ویزې زیانمنو افغانانو ته ورکوي
  • هغه کسان چې په آسټرالیا کې دي کولای شي د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو لپاره چې په افغانستان کې بند پاتې دي غوښتنلکونه وسپاري.
  • په روان کال کې د بشردوستانه پروګرام تر ټولو زیاتې ویزې افغانانو ته ورکول کېږي او د افغانانو ویزې تر نورو په چټکۍ سره ارزول کېږي
  • د نړۍ په نورو هېوادونو لکه هند، پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال هم کولای شي دغو ویزو ته غوښتنلیکونه وسپاري
د آسټرالیا فدرال حکومت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د روان کال په بشردوستانه پروګرام کې یې ۳۰۰۰ ویزې زیانمو افغانانو ته په پام کې نیولي دي.

د آسترالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هوک له اس بي اس پښتو راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې و يلي چې په روان مالي کال کې یې شاوخوا ۳۰۰۰ وېزې زیانمو افغانانو ته په نظر کې نیولي، مګر په پام کې ده ترڅو په روان کال کې د ویز و شمېر زیات شي.

 هغه وايي "د آسټرلیا حکومت تمه لري ترڅو د روان کال په جریان کې به زمونږ بشردوستانه پروګرام کې لا ډېرې ویزې شتون ولري."
ښاغلي هوک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د آسټرالیا د ویزو شمېر د نورو هېوادونو لکه کاناډا، انګلستان او جرمني په پرته ولې کمې دي ویلي چې د آسټرالیا لخوا د ۳ زره ویزو اعلان یو واقعي شمېر دی.

هغه وايي " که چېرې تاسو انګلستان ته وګورئ، هغوی ۵ زره ویزې په لومړي کال کې اعلان کړې او تر هغې وروسته ۲۰ زره نورې [ویزې] په راتلونکې کې ، اما هېڅوک په رښتیا نشي ویلی چې دې شمېر ته به ویزې ورسېږي او که نه."

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر، الیکس هوک  همدا راز وايي چې خلک کولای شي په عادي ډول ویزو ته غوښتلیکونه وسپاري. 

هغه کسان چې په آسټرالیا کې دي کولای شي د خپلو کورنیو د غړو او دوستانو لپاره چې په افغانستان کې بند پاتې دي غوښتنلکونه وسپاري.

هغه وايي چې  پوهېږي خلک نشي کولای له هېواد څخه بیرون ووځي یا  د هوايي ډګرونو له لارې بهر ولاړ شي د وکیلانو ، مایګریشن ایجنټ په مرسته ورته غوښتنلک سپارل کېدای شي.

هغه زیاتوي چې بېلابېلې لارې شته ترڅو د هغو کسانو لپاره غوښتنلک وسپارل شي چې په افغانستان کې بند پاتې دي.

ښاغلی هوک همدا راز وايي خلک کولای شي د نړۍ له نورو هېوادونو څخه هم  غوښتنلکونه تحویل کړي.

"خلک کولای شي بشردوستانه ویزو ته د نړۍ له نورو برخو څخه هم غوښتلیک وسپاري."
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هوک چې له اس بی اس پښتو راډیو سره یې د ټلیفون له لارې خبرې کولې وویل چې په روان کال کې افغان ټولنې ته لومړیتوب ورکړل شوی، پدې مانا چې هم د افغانانو اپلیکیشنونه په چټکۍ ارزول کېږي او هم شمېر د ویزو د افغانانو لپاره د انسان دوستۍ په پروګرام کې زیات دی.

 هغه زیاتوي چې د آسترالیا د اوسېدونکو خپلوانو ، ښځو ، تر څار لاندې اقلیتونو او هغو خلکو ته چې په خطر کې دي لومړیتوب ورکول کېږي.

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي‌ چې له ۲۰۱۳ کاله راپدېخوا ۸۵۰۰ افغانانو ته د بشر دوستانه پروګرام له لارې ویزې ورکړل شي ترڅو په آسټرالیا کې خپل نوی ژوند پیل کړي.

مهرباني وکړئ، لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service