راشد خان خپل تازه حال او راتلونکي پلانونو په اړه خبرې کوي

Rashid Khan speaks with SBS Pashto

Rashid Khan speaks with SBS Pashto Source: SBS

راشد خان خپل پلار مړينې وروسته له اس بي اس پښتو خپرونې سره بشپړه مرکه کړې او د پلار جنازې ته نه تګ او د يو لوبغاړي په توګه پر هغه شته مسوليت په اړه يې څرګندونې کړي.


د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او د نړۍ تر ټولو غوره ال راونډر لومړي ځل لپاره خپل د پلار مړينې وروسته له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه وکړه.

ښاغلي خپل مرکې دوران کې د پلار مړينې خبر اوريدل او هم د هغه په سبا په يوې مهمې لوبې کې لوبيدو په اړه نوې څرګندونې کړي.

دا مهال راشد خان د اسټراليا بيګ باش ليګ کې لوبيږي او د هغه مهارت ، ښه توب اچونه او توب وهنه دا ټول د اسټراليا او نړيوالو سپورتي رسنيو د خبر سرټکي جوړوي.

راشد خان وايي، حال داچې اسټراليا به راتلونکي کال کې د شل اوريز نړيوال جام کوربه وي، د افغان لوبغاړو اسټراليايي بيګ باش ليګ کې لوبيدل افغانستان لپاره ډير ګټور ثابت شي.

د راشد خان پلار لپاره په اډيليډ او ملبورن ښارونو کې د افغانانو ټولنو د فاتحې مراسم ونيول کوم چې د راشد خان په وينا منندوی يې دی.

راشد خان په پام کې لري ترڅو خپل د پلار فاتحې مراسمو کې چې افغانستان کې نيول کيږي ګډون وکړي.

راشد خان وايي،  د کورنۍ په غوښتنه او هم افغانستان لپاره يې ونشو کولی چې د خپل پلار جنازې مراسمو کې ګډون وکړي.

د راشد خان بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now