Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سيدني ښار کې د افغان ټولنې مشر نادر اعظمي له ټولو د همکارۍ غوښتنه کوي

Nader Azamy - ACSA President

Nadir Azami. Source: Your Media Sydney

د روان کال اوکتوبر مياشت پر ۱۸ نيټه د اسټراليا تر ټولو لوی ښار سيدني کې د افغانانو د ټولنې همکارۍ اتحاديې غړو ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د روان کال اوکتوبر مياشت پر ۱۸ نيټه د اسټراليا تر ټولو لوی ښار سيدني کې د افغانانو د ټولنې همکارۍ اتحاديې غړو ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې.


د اسټراليا په سيدني ښار کې د افغانانو تر ټولو لويې ټولنې ( د افغان ټولنې همکارۍ اتحاديې) يا  ACSA غړو ټاکلو لپاره تيره ورځ ټاکنې ترسره شوې.

دا لومړۍ ځل وه چې په ډير شمير افغانانو پدې ټاکنو کې برخه واخيستله او خپل د خوښې نوماندان ته يې رای ورکړه.

د نيو ساوت ويلز ايالت سترې محکمې د ټاکنو تنظيم او پر مخ اچولو واک څلورو افغانانو ته سپارلی وه او له پلان سره سم ټاکنې پر مخ اچول شوې او پايلې يې اعلان شوې.

د پايلو له مخه حاجي محمد نادر او ټيم يي د ټاکنو ګټونکي اعلان شول.

له ټاکونو وروسته ښاغلي اعظمي له اس بي اس خپرونې سره ځانګړې مرکه کړې او پر ځينو مهمو مسايلو يې خپل پلان او دريځ څرګند کړی.

د ښاغلي په وينا، د کار لومړيتوبونه يې د يادې ټولنې اساسنامه جوړول، د جنازو لپاره ځای برابرول يا FUNERAL HOUSE چارې بشپړول او نورې پروژې پر مخ اچول دي.

ښاغلی اعظمي، له ټولو هغو رای ورکوونکو څخه هم مننه وکړه کومو چې نوموړي ته رای نده ورکړې، او له تمې پرته دوی ته خدمت کولو ډاډ يې ورکړ.

د نوو ټاکل شوو غړو کې د پښتنو نه شتون په اړه ښاغلي اعظمي وويل، مونږ ټول افغانان يو او ټولې ژبې مهمه دي او له پښتنو غواړي ترڅو له ټولنې سره يوزای کار وکړي او د کميټې برخه شي.

ښاغلي نادر ټاکنو دوران کې خپل سيالې ډلې غړو په اړه وويل، "په هغوی کې هم ډير مسلکي کسانو شتون درلود او ډير شمير رايې يې هم ترلاسه کړي نو هغوی دې راشې او د افغان ټولنې همکارۍ اتحاديې پروژو پلي کولو کې دې برخه واخلي ترڅو پروژې چټکۍ سره پای ته ورسيږي او بل دوی هر څه له نږدې پر خپلو سترګو وڅاري."

تاسې د افغان ټولنې همکارۍ اتحاديې د نوي مشر ښاغلي محمد نادر اعظمي بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now