تير کال اس بي اس پنجابي پروګرام ته اوريدونکو يې داسې انځورونه او ايملونه واستول په کوم کې چې ښودل شوي ول چې جنوبي اسيا هيوادو سره تړلو دکانو کې ناسم خواړه پلورل کيږي.ويل شوي چې ډيره کې خواړه خوسا شوي وي او هم بد بوی کوي..يادو شکايتو وروسته د اس بي اس شبکې د يادې مسلې پلټنه پيل کړه او څه چې يې وموندل هغه لا نور هم بدتره ول.يادې پلټنې کې دا موندل شوي چې په دغو دکانو کې داسې خواړه پلورل کيږي کوم چې زهري اوسپنه لري،ارسينيک لري او هم هغه منع شوي پوټي پلورل کيږي کوم چې اسټراليا ته راوړلو لپاره پرې سخت بنديز لګول شوی.د خواړو ماهرين وايي چې اسټراليا کې د همدې وارد شوو خواړو څخه يوازې ۵ سلنه يې چک کيږي او لابراتوار معاينې څخه تيريږي باقې نور يې پرته له کوم معاينې مارکيټ کې پلورل کيږي..يادې موضوع په اړه ځانګړی رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول





