Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

شنونکي: د شهباز شریف څرګندونې د نوې دسیسې ښکارندوي کوي

Pakistan PM Shehbaz Sharif

Shehbaz Sharif has been elected as Pakistan's 23rd Prime Minister. Source: Twitter

وسله وال طالبان وايي، ځینې مغرضي کړۍ قصدا غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Rahimudin Oriakhail

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


وسله وال طالبان وايي، ځینې مغرضي کړۍ قصدا غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.


پاکستان چې په ځلونو د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام له لوري د ترهګرو خوندي پټڼ ځای یاد شوی، تازه صدراعظم يې شهباز شریف بیا ویلي، ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د افغانستان په وخت شپه مهال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷ مې کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې هېواد يې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستانه د ترهګرو ډلو ، د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

نوموړي په خپله دغه وینا کې د یو شمېر تروریستي ډلو لکه د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت او د اوزبیکستان اسلامي جنبش ډلو نومونه یاد کړل او ادعا يې وکړه چې دا ډلې افغانستان کې میشتې دي.

که څه هم شهباز شریف د خپلو خبرو د اثبات په پار هېڅ ډول ثبوت وړاندې نه کړ، خو په افغانستان کې له واکمنو طالبانو يې وغوښتل چې د دې ډلې د له منځه وړو لپاره جدي اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او ځینو نورو چارواکو هم ورته څرګندونې کړې.

د شهباز شریف دغه څرګندونې په کوردننه د افغان طالب چارواکو، پاکستاني طالبانو او د افغانستان د یو شمېر سیاسیونو غبرګونونه راپارولي دي.

د چارو ځیني شنونکي د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې د ترهګرۍ اصلي مرکز پاکستان کې دی او دغه څرګندونې د نوې دسیسې ښکارندوي کوي چې باید مخه يې ونېول شي.

دوی وویل، پاکستان د نړۍ په خړ لېست کې ده او اوس د دې لپاره چې ځان له دې لیست څخه لرې کړي دغه تور په افغانستان اچوي.

یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې پاکستان تل د افغانستان په بې ثباتې او مسایلو کې خپلې ګټې پورته کړي دي او طالبان باید په دې پوه شي چې پاکستان هېڅکله هم د دوی دوست نشي کیدی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او د ترهګرۍ مرکزونه له لسیزو راهیسې په پاکستان کې دي او د پاکستان تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کیږي.

پدې اړه لا ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now