د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوي او نه يې هم په کور دننه مشروعیت تر لاسه کړی.
په دغو نهه میاشتو کې دغې مسلې د افغانانو په ژوند خورا منفي تاثیرات درلودلې.
اخوا نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو په پار د ټول شمول حکومت جوړول، ښځو او انجونو ته د کار او تعلیم حق ورکول او د اقلیتونو حقوق تامینول د اساسي شرطونه په توګه وړاندې کړي دي.
البته د هغه شرطونه دي چې وسله والو طالبانو په افغانسان له واکمنیدو وړاندې له نړیوالو ټولنې او امریکا سره د دوحې د هوکړې پر بنسټ کړې وې.
طالب چارواکو که څه هم په دې موده کې پاکستان، ایران، روسي، ترکي، چین، ناروې، او قطر ته رسمي سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې د افغانستان په بشري بحران او د خلکو د ستونزو په اړه له خبرو سره سره له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه شوې چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونو ته درناوي ولري.
دې ډلې په دغو نهه میاشتو کې په داسې کارونو لاس پورې کړي چې نړیوالو غبرګونونه يې له ځانه سره درلودلي.
خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې د طالبانو سرپرست حکومت لا هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې په خپله طالب چارواکي وايي، د یوه نوي حکومت رسمیت پیژندلو ټول هغه شرایط يې پوره کړي چې نړیوالو ته د منلو وړ وي.
تاسو ته مو پدې اړه رپوټ چمتو کړی، لا ډير معلومات بشپړ رپوټ کې واورئ.



