Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د بومي اسټراليايانو تر ټولو مهمې اونۍ (NAIDOC) په اړه پوه شئ

Aboriginal Greek Tiyanna Marie Mastrosavas

Aboriginal Greek Tiyanna Marie Mastrosavas Source: supplied/ Kartikeya Sharma

اسټراليا کې ټول اوسيدونکي هڅول کيږي ترڅو بومي اسټراليايانو تاريخ او کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


اسټراليا کې ټول اوسيدونکي هڅول کيږي ترڅو بومي اسټراليايانو تاريخ او کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړي.


د  NAIDOC  اونۍ  بومي اسټراليايانو لپاره تر ټولو مهمه اونۍ ګڼل کيږي چېرې چې بومي خلکو مشران سره راټوليږي او يو لړ مهمو مسايلو باندې پريکړې کوي او بله خوا يادې اونۍ دوران کې د بومي اسټراليايانو تاريخ او کلتور لمانځنه کيږي.

په اسټراليا کې د  هر کال د نايډوک اونۍ د جولای مياشت لومړۍ او دويمې يکشنبې په ورځ لمانځل کيږي ولې سږ کال د کرونا ويروس وبا له امله دا لمانځنه وځنډول شوه او ۲۰۲۰ کال کې نومبر مياشت ۸ نيټې څخه تر ۱۵ نيټې پوري لمانځل کيږي.

که چيرې بومي اسټراليايانو ۶۰ زره کلن تاريخ ته وګورو نو هغوی خپل شتمن تاريخ او کلتور کې ډير څه لري کوم چې غواړي نور اسټراليايان يې په اره پوه کړي او همدا ده چې هر کال NAIDOC  اونۍ کې بومي خلک خپل کلور، تاريخ او د بومي ټولنو يووالی لمانځي.

تاسو ته مو د يادې اونۍ تاريخي ارزښت په اړه رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now