Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

عزت الله رحيمي، افغانستان څخه وروسته د اسټراليا په ټاکنو کې برخه اخلي او دواړه پرتله کوي

Ezatullah Rahimi

افغانستان څخه راغلی عزت الله رحيمي لومړي ځل لپاره د اسټراليا فدرالي ټاکنو کې رايه ورکوي او وايي، افغانستان کې له رايې ورکولو وروسته اسټراليا کې دا تجربه په زړه پورې ده.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


افغانستان څخه راغلی عزت الله رحيمي لومړي ځل لپاره د اسټراليا فدرالي ټاکنو کې رايه ورکوي او وايي، افغانستان کې له رايې ورکولو وروسته اسټراليا کې دا تجربه په زړه پورې ده.


د اسټراليا فدرالي ټاکنې د می مياشت په ۲۱ نيټه ترسره کيږي په کوم کې چې اسټراليايان خپل د خوښې نوماندانو ته رايه ورکوي او راتلونکی حکومت ټاکي.

اسټراليا د زرګونو افغانانو دويم کور دی او افغانان هم په پراخه کچه ټاکنو کې برخه اخلي.

۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې هم ډيرو افغانانو لومړي ځل لپاره رايه ورکول تجربه کړل ولې په ټوله کې ټاکنيز بهير له ستونزو او درغليو سره مل وه.

داچې اوس افغانان په اسټراليا کې په ازاده توګه د يو شفاف او خپلواک سيسټم له لارې رايه ورکوي ځيني بيا وايي، لومړي ځل لپاره د واک او ازادۍ درلودل احساسوي.

عزت الله رحيمي په کال ۲۰۱۳ کې اسټراليا ته کډه شوې او دا مهال خپل ميرمن او دوه ماشومانو سره ژوند کوي.

ښاغلي رحيمي خپل تجربه له اس بي اس پښتو سره شريکه کړې چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now