د وژل شوو ژباړونکو کورنۍ له اسټراليا حکومت څخه د پناه غوښتنه کوي

Afghan interpreters Ahmad Jawid Afzali (inset) and Samiullah Seddique were killed in 2017 and 2019 respectively.

Afghan interpreters Ahmad Jawid Afzali (inset) and Samiullah Seddique were killed in 2017 and 2019 respectively. Source: Supplied

د اسټراليا د پوځ د دوو پخوانيو ژباړونکو کورنۍ له حکومت څخه د پناه او مرستې غوښتنه کوي. د پوځ دوه پخواني ژباړونکي په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې په جلا پيښو کې وژل شوي او کورنۍ يې ويره لري چې کيدای شي طالبانو لخوا دوی هم په نښه شي.


د اسټراليا پوځ له افغانستان څخه وتلو تياری پداسې حال کې نيسي چې د اسټراليا د پوځ پخوانيو ژباړونکو چې خپلو ويزو ته يې انتظار ويستلو وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی اوس يې کورنۍ د پناه غوښتنه کوي.

احمد جاويد د اسټراليايي پوځيانو ژباړونکي په توګه دندې ترسره کولو وروسته په کال ۲۰۱۷ کې د طالبانو لخوا ووژل شو.

د جاويد پلار محمد افضل وايي، د زوی وژل کيدو وروسته يې کورنۍ ته ستر ګواښ مخې ته شوی او له اسټراليايي حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

احمد جاويد ۱۸ کلن وه چې له اسټراليايي پوځيانو سره يې دنده پيل او څلورو کلونو لپاره يې دنده ترسره کړه.
Ahmad Jawid Afzali was 18 when he began working alongside Australian forces.
Ahmad Jawid Afzali was 18 when he began working alongside Australian forces. Source: Supplied
د وژل شوي ژباړونکي احمد جاويد پلار افضل اس بي اس پښتو او دري ژبو ګډ پلټنې رپوټ ته وينا کې وويل، زوی يې دا خوب درلود ترڅو اسټراليا ته سفر وکړي او هلته ميشت شي ولې ۵ کاله يې اسټراليايي ويزې ته انتظار وويست او انتظار کې نوموړی ووژل شو.

يو بل ژباړونکی سميع الله صديقي ۳۴ کاله عمر درلود او په کال ۲۰۱۹ کې طالبانو لخوا په ننګرهار ولايت کې ووژل شو.

د سميع الله ورور له اس بي اس سره خبرو پر مهال وويل، حتی د سميع الله وژل کيدو وروسته هم کورنۍ پر وړاندې يې خطر ډير دی.

ښاغلي عبدالله خپلو خبرو کې وويل، سميع الله سهار مهال خپل کور مخې ته ووژل شو او پيښه کې نوموړی هم ټپي شوی وه.

تاسو ته مو د وژل شوو ژباړونکو کورنيو غړو خبرې راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.

 


 

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service