Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

قبايلو کې ځايي خلک وايي نور حکومتي محکومو پر ځای خپلو جرګو ته مخه کوي

Jirga in FATA, Pakistan.

Jirga in FATA, Pakistan. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

د قبايلو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کيدو وروسته د ځايي خلکو ستونزې ډيرې شوي او دوی پدې اند دي چې نور بيرته خپلو پخوانيو جرګو ته مخه کوي ترڅو خپلې ستونزې حل کړي.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د قبايلو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کيدو وروسته د ځايي خلکو ستونزې ډيرې شوي او دوی پدې اند دي چې نور بيرته خپلو پخوانيو جرګو ته مخه کوي ترڅو خپلې ستونزې حل کړي.


قبايلو کې د ځمکو ويش مسله تر ټولو ستونزمنه مسله ده چې پخوا دا مسلې جرګو له مخه حل کيدلې ولې اوس ځيني بيا وايي چې خلکو د ځمکو غضبولو ته مخه کړې او محاکمو ته مخه کوي.

قبايلي سيمې اوسيدونکي وايي چې قبايلي مسايلو کې د محاکمو مداخله ستونزې ډيروي او د قومونو ترمينځ يې ډير ژور اختلافات پيدا کړي.

قبايلي خلک غواړي ترڅو له يو بل سره مشوره وکړي او خپل مسايلو حل لپاره د حکومتي محکمو پر ځای خپلو جرګو ته مخه کړي.

بله خوا بيا پاکستاني حکومت خلک هڅوي ترڅو محکومو ته مخه کړي ولې بيا قبايلي مشران وايي جرګې ددوی مسايل حل کولی شي نه محکمې.

د قبايلو اوسيدونکي وايي، يو خوا قبايلي خلک جګړو ځپلي او بله خوا حکومت يوازې ژمنې کړي او تر اوسه يې له قبايلي سيمو سره مرستې ندي کړي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له قبايلو مشرانو سره خبرې کړي چې تاسې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now