د پاکستان قبايلو کې د لومړي ځل لپاره ټاکنې ترسره کيږي

FATA Elections. Source: Dunyatv
د پاکستان قبايلو سيمو څخه د خيبر پښتونخوا ايالتي پارلمان لپاره نن ټاکنې ترسره کيږي. دا لومړی ځل دی چې په تيرو ۷۰ کلونو کې د يادې سيمې خلک ټاکنو کې برخه اخلي او خپل غړي ايالتي پارلمان ته ټاکي. قبايلو سيمو لپاره ۱۶ څوکۍ ځانګړې شوي چې ورته ۲۸۵ کسانو ځانونه نوماندان کړي. ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان اساسي قانون کې بدلون له مخه قبايلې سيمې چې FATA هم ورته ور کيږي له خيبر پښتونخوا ايالت سره يوځای کيدو پريکړه وشوه او له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې يادو سيمو کې ټاکنې ترسره کيږي او ۱۶ غړي به ايالتي پارلمان ته لار پيدا کوي. زمونږ همکار دا مهال قبايلو کې ټاکنې له نږدې څاري او له مونږ سره يې تازه حال شريک کړی. بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.
شریکول