Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد عملياتو کې د قبايلو وران شوي کورونه تر اوسه ندي رغول شوي

Wazirastan Agency

پاکستان کې د قبايلو اوسيدونکي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه کولو تورنوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Islam Gul Afridi, SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستان کې د قبايلو اوسيدونکي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه کولو تورنوي.


د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴ کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات داسې حال کې پر مخ اچول چې د پوځ ادعا له مخه قبايلو سيمو کې ترهګرو ځالې پيدا کړې وې او پاکستان ملي امنيت ته يې ستر ګواښ مخ کړی وه.

له يادو عملياتو پيل وروسته قبايلو سيمو کې نور هم ډير پوځي عمليات ترسره شول.

د پاکستان پوځ يادو عملياتونه له امله زرګونه پښتانه بې کوره شول او هم يادو عملياتو پای کې د ډيرو کاروبارونو ترڅنګ کورونه هم ويجاړ شول.

حال داچې قبايلو سيمو کې پوځي عمليات پای ته رسيدلي ولې اوس هم زرګونه پښتانه خپلو کورونو څخه بې ځايه دي او د ځينې دکانونه او کاروبارونه ويجاړ پاتې دي.

حکومت ژمنه کړې وه چې يادو عملياتو څخه وران شوي کورونه بيرته رغوي ولې د ځايي اوسيدونکو په وينا کلونه تيرل شول او تر اوسه يې کورون او دکانونه ويجاړ پراته دي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو قبايلو سيمو اوسيدونکو سره خبرې کړي چې تاسې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now