Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د قبايلو له پښتونخوا سره يوځای کولو وروسته شوې ژمنې ندي پوره شوي

Jirga in FATA, Pakistan.

Jirga in FATA, Pakistan. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

د پاکستان قبايلو سيمو اوسيدونکي وايي، د قبايلو سيمو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کولو پر مهال چې کومې ژمنې شوې وې حکومت يې ورکړه کې پاتې راغلی.


خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پاکستان قبايلو سيمو اوسيدونکي وايي، د قبايلو سيمو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کولو پر مهال چې کومې ژمنې شوې وې حکومت يې ورکړه کې پاتې راغلی.


د پاکستان حکومت خپل اساسي قانون کې ۲۵ بدلون راوستلو وروسته په کال ۲۰۱۸ کې د قبايلو سيمو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کولو پريکړه وکړه.

د پاکستان په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د قبايلو ازاده سيمه د پاکستان حکومت قانون او هم امنيتي ادارو تر کنټرول لاندې راغله.

سره لدې چې د قبايلو سيمو ځيني اوسيدونکي د قبايلو له پښتونخوا سره يوځای کيدو هرکلی کوي ولې بله خوا ډير شمير قبايلو سيمو اوسيدونکي د حکومت لدې ګام سره مخالفت ښايي.

د قبايلو مشران وايي، د يوځای کيدو پر مهال چې حکومت له قبايلو سره کومې ژمنې کړي هغه دې پوره کړي.

قبايلو سيمو مشران وايي، د پارلمان او سنا مجلس څوکيو ورکړې کې حکومت له خپلو ژمنو په شا شوی او هم د قبايلو سيمو رغونې لپاره د بوديجې ځانګړي کولو کې هم حکومت پاتې راغلی.

د قبايلو مشران وايي، تر ټولو ډير تاوان د يادې سيمې دود، کلتور جرګو سيسټم له مينځه تلل دي.

اسلام ګل افريدي د قبايلو له خيبر پښتونخوا سره يوځای کيدو مسلې ته کتنه کړې او د دواړو مخالف او پلويانو غږونه يې راخيستي چې دا ټول په تير شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now