د پاکستان قبايلو سيمو ښځو حقونو لپاره لومړي ځل لپاره قبايلي ميرمنو او نارينه وو ناسته وکړه. د پاکستان قبايلي سيمې له خيبر پښتونخوا سره يوځای کيدو وروسته د ښځو حقونو پر مسلې خبرې کيږي او لدې لومړنۍ ناستې څخه ډيرې ميرمنې خوښي څرګندوي. اسلام ګل افريدی د قبايلو ښځو حقونو لپاره لومړنۍ غونډې ته تللی او يو رپوټ يې برابر کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول






