Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د نقيب محسود پلار له راؤ انوار سره د هر رنګه معاملې خبرې ردوي

Naqeeb Mehsood

Naqeeb Mehsood Source: Naqeeb Mehsood

د نقيب محسود پلار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د وژل شوي نقيب الله محسود ماشومان خپل د پلار د وينې حساب غواړي. د نقيب محسود د قتل متهم راؤ انوار ته سزا لا تر اوسه نده ورکړل شوې او دې کار د ډيرو تند غبرګون پارولی. د نقيب پلار وايي چې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې ګواکې د نقيب کورنۍ له راؤ انوار سره معامله کوي ترڅو هغه معاف کړي ولې د نقيب پلار ملک محمد خان په وينا له نقيب سره د خلکو همدردی او د هغه وينه نه خرڅوي. د نقيب محسود پلار ملک محمد خان وايي چې محکمې ته داسې حال کې حاضر شوې وه چې راؤ انور له محکمې له پاکستان څخه بهر سفر کولو اجازه غوښتله ولې د نقيب کورنۍ ددې غوښتنې خلاف محکمې کې اواز پورته کړ او محکمې راؤ انوار ته له پاکستان څخه وتلو اجازه ورنه کړه. د نقيب محسود د پلار ملک خان بشپړې خبرې دلته واورئ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د نقيب محسود پلار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د وژل شوي نقيب الله محسود ماشومان خپل د پلار د وينې حساب غواړي. د نقيب محسود د قتل متهم راؤ انوار ته سزا لا تر اوسه نده ورکړل شوې او دې کار د ډيرو تند غبرګون پارولی. د نقيب پلار وايي چې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې ګواکې د نقيب کورنۍ له راؤ انوار سره معامله کوي ترڅو هغه معاف کړي ولې د نقيب پلار ملک محمد خان په وينا له نقيب سره د خلکو همدردی او د هغه وينه نه خرڅوي. د نقيب محسود پلار ملک محمد خان وايي چې محکمې ته داسې حال کې حاضر شوې وه چې راؤ انور له محکمې له پاکستان څخه بهر سفر کولو اجازه غوښتله ولې د نقيب کورنۍ ددې غوښتنې خلاف محکمې کې اواز پورته کړ او محکمې راؤ انوار ته له پاکستان څخه وتلو اجازه ورنه کړه. د نقيب محسود د پلار ملک خان بشپړې خبرې دلته واورئ.



Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now