له ښوونځي څخه وروسته فعالیتونه بېلابېلې ګټې لري. سره له دې چې په آسټرالیا کې د ماشومانو د فعالیتونو لپاره بېلابېل انتخابونه شتون لري، مګر دا انتخابونه ممکن ارزانه و نه اوسېږي.
فوټبال، لامبو وهل، پیانو، شطرنج، لاسي صنایع، سرکس، پخلی، روبوټیک باسکیټ بال، ټېنس او داسې نور په آسټرالیا کې له ښوونځي وروسته د فعالیتونو په لېست کې شامل دي.
موږ پوهیږو چی ماشومان په دې فعالیتونو کې له ګډون کولو څخه ډیرې ګټې ترلاسه کوي. دوی ممکن یو نوی مهارت زده کړي، خو د دې ترڅنګ کولی شي خپل ذهني او فزیکي روغتیا، په ځان باور او ټولنیز مهارتونه هم ښه کړي.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


