اسټراليا کې لومړي ځل لپاره يو افغان د بشر حقونو څار ادارې غړيتوب ترلاسه کړ

Maher Momand

Source: Supplied

د بشر حقونو څار اداره د نړۍ ډير شمير هيوادونو کې فعاليت کوي او د بشر حقونو حالت څارنه او هم څيړنيز رپوټونه له حکومتونو او نړيوالو سره شريکوي.


نړۍ کې د بشر حقونو يو له مهمو ادارو څخه د بشر حقونو څار اداره ده چې بيلابيلو هيوادونو کې د بشر حقونو ساتنې لپاره مبارزه کوي.

اسټراليا د نړۍ يو له پر مختللو هيوادونو څخه دی او د ملګرونو ملتونو د بشر حقونو شورا غړيتوب هم لري.

د بشر حقونو نړيوالې دارې او ملګري ملتونه پناه غوښتونکو، کډوالو او بومي خلکو پر وړاندې د اسټراليا حکومت پاليسي ډيره کې تر نيوکو لاندې راولي او ياد هيواد پر بشر حقونو تيري باندې تورنوي.

اسټراليا کې ميشت ماهر مومند په اسټراليا کې د بشر حقونو څار ادارې غړيتوب ترلاسه کړ.

دا لومړۍ ځل دی چې يو افغان د يو داسې ادارې کميټۍ کې پای پيدا کوي چيري چې کولی شي د نورو زرګونو افغانانو او پښتنو چې دا مهال اسټراليا کې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي رسيدنه وکړي.

اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې ښاغلي مومند وويل، له نوې دندې او مسوليت سره به اسټراليا کې ميشتو پناه غوښتونکو او کډوالو حالت ته رسيدنه وشي او هغوی ستونزې به له اسټراليايي حکومت او نړيوالو سره شريکې کړي.

د ښاغلي مومند په وينا، اسټراليا کې د کډوالو مسله سياسي شوې او سياسي ګوندونه ترې کيدای شي ناوړه ګټه پورته کړي نو له همدې وجې نوموړی به پر داسې پروګرامونو کار کوي ترڅو اسټراليا کې دا مسله له سياست څخه لرې کړي.

له ښاغلي ماهر موند سره مو د بشر حقونو څار ادارې غړيتوب ترلاسه کولو او هم راتلونکو کارونو خبرې کړي چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service