پاکستان کې لومړي ځل لپاره يوې افغان ميرمنې ته دايمي اوسيدو کارډ ورکړل شو

First Afghan woman to receive Pakistan Origin Card

د پاکستان حکومت به لومړي ځل لپاره يو افغان تبعه ته د پاکستان دايمي اوسيدو کارډ ورکوي Source: Quartz

که د پاکستان دايمي اوسيدو کارډ ترلاسه کولو شرايطو باندې برابر ياست نو تاسې يې هم ترلاسه کولی شئ.


د پاکستان سترې محکمې د يو پاکستاني افغانې ميرمنې ته د  Pakistan Origin Card يا POC  ورکولو امر وکړ.

دا به لومړی ځل وي چې يو افغان تبعه پاکستان کې اوسيدو دايمي کارډ چې نورې ازادی هم له ځانسره لري ورکول کيږي.

تر دې وړاندې پاکستان کې د ميليونو په شمير افغانانو ژوند کولو سره ندي توانيدلي ترڅو دا کارډ ترلاسه کړي.

پاکستان ته د افغانانو مهاجرت سره د دواړو هيوادو وګړو ترمينځ ودونه هم شوي ولې د ويزو ځينو سختو شرايطو له امله واده شوې جوړې له سترو ستونزو سره مخ شوي.

د پاکستان باجوړ سيمې پاکستاني الاصله اوسيدونکي ذاهد الله له يوې افغانې انجلۍ سره واده کړی او څلور بچيان لري.

ذاهد الله ډير ځل کوښښ وروسته نه وو توانيدلی ترڅو خپلې افغانې ميرمنې ته پاکستان کې اوسيدو دايمي ويزه او يا کارډ ترلاسه کړي.

ذاهد الله ياده مسله د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړه چې په يو بې ساري ګام کې يادې محکمې د نوموړي حق کې پريکړه وکړه او له نادرا دفتر څخه يې وغوښتل ترڅو د نوموړي افغان ميرمنې ته د پاکستان اوريجن کارډ ورکړي.
Pakistan Travel Advice
Pakistan Travel Advice Source: Smartraveller.gov.au
د پاکستان اوريجن کارډ يا  POC  سره يو بهرنی پاکستان کې اوسيدو سره لاندې اسانتياوې ترلاسه کوي.

۱: پاکستان ته هر وخت سفر کول

۲: پاکستان کې دايمي اوسيدل

۳: لکه نورو بهرنيانو په شان پاکستاني ادارو کې ځان نه راجسټر کول

۴: پاکستان کې د کور يا مالکيت پيرل او يا پلورل

۵: پاکستان کې بانکي حساب پرانيستل

د پاکستان  POC کارډ يو کس ته لاندې شرايطو باندې ورکول کيږي.

 

پخوا د پاکستان تابعيت مو لرلی وي او خپل تابعيت مو بيرته پاکستاني حکومت ته ورکړی وي

تاسې بهرنی اوسئ ولې له پاکستاني تابعيت لرونکي کس سره مو واده کړی وي، ستاسو والدين له پاکستان څخه وي او يا يې پخوا د پاکستان تابعيت لرلی وي.

تاسې بهرنی کس اوسئ ولې ستاسو نيا او يا نيکه د پاکستان تابعيت لرونکي وي او يا يې پخوا لرلی وي.

تاسې بهرني اوسئ ولې ستاسو، ورور، خور، ترور او يا تره د پاکستان تابعيت لري او يا يې پخوا لرلی وي.

که تاسې بهرني ياست او له پاکستاني تابعيت لرونکي کس سره مو واده کړی وي بيا تاسو ته هم په لاندې شرايطو د POC کارډ درکول کيږي.

«د هند، اسرايل او ټايوان تابعيت ونه لرئ او يا د يادو هيوادو دايمي اوسيدونکي نه اوسئ.

له هغه هيواد څخه نه اوسئ کوم چې پاکستان يې په رسميت نه پيژني.

د دښمن هيواد تابعيت ونه لرئ.

د يادې مسلې په اړه زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له پيښور څخه رپوټ راليږلئ چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service