هغه اسټراليايي ويډيو جوړونکی وپيژنئ چې په پښتو ژبې او پښتنو کلتور مين دی

Jasper Burgess، storyteller, vlogger

Source: Jasper Burgess Facebook

اسټراليايي تبعه جيسپر برجيس له مياشتو راهيسې د پښتنو په سيمه کې ژوند کوي او پښتو ژبه يې هم زده کړې. نوموړی وايي، له پښتنو کلتور او تاريخ سره يې ډيرې مينې اړ کړی ترڅو له مياشتو راهيسې په پيښور کې ژوند وکړي، پښتو ژبه زده کړي او هم له افغانانو سره نږدې اړيکې وساتي.


۲۲ کلن جيسپر برجيس د لويديځ اسټراليا پرت ښار اوسيدونکی دی او دا مهال پيښور کې ژوند کوي.

نوموړي طالبانو واکمنۍ دوران کې له افغانستان څخه ليدنه کړې او هلته يوه مياشت وخت تيرولو دوران کې يې بيلابيلو ولايتونو ته سفر کړی.

له پښتو ژبې او پښتنو کلتور سره ليونې مينې له وجې جيسپر غواړي دواړه پښتو ژبه او کلتور زده کړې او همدې لپاره له مياشتو راهيسې په پيښور کې ژوند کوي.

اس بي اس پښتو سره په ځانګرې مرکه کې ښاغلي وويل، دا يې يو خوب وه ترڅو افغانستان ته سفر وکړي او له افغانانو سره وخت تير کړي.

جيسپر په کال ۲۰۲۲ کال کې خپل سياسي علومو زده کړې په اسټراليا کې پای ته ورسولې او له هغه وروسته يې خيبرپښتونخوا او افغانستان په لور سفر پيل کړ.
ښاغلي د روان کال جون مياشت کې افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې يوه مياشت وخت تير کړ، افغانستان ته يې سفر له تمې لرې ډير ښه وه.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي جيسپر وويل، پښتنو په اړه ناسم تصور يا سوچ موجود دی ولې هغه وايي، هيڅ ستونزه يې نده ليدلی او له پښتنو سره ژوند کولو څخه خوښ دی.
Jasper Burgess، storyteller, vlogger
Source: Jasper Burgess facebook
دا چې افغانستان يو وخت د سيلانيانو د خوښې ځای وو، جيسپر وايي، ۹۵ سلنه سيلانيان چې نړۍ هيوادونو ته سفر کوي غواړي افغانستان ته سفر وکړي او افغانستان د هغوی د ليست په سر کې ځای لري.

د ښاغلي جيسپر سفر او تجربې د هغه بشپړې مرکې له لارې واورئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
هغه اسټراليايي ويډيو جوړونکی وپيژنئ چې په پښتو ژبې او پښتنو کلتور مين دی | SBS Pashto