د اسټراليا کډوالو توقيف ځای کې د بند پښتون د زړه خواله

Refugees protesting at the Manus Island immigration detention centre in Papua New Guinea.

Refugees protesting at the Manus Island immigration detention centre in Papua New Guinea. Source: Supplied

کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې د اسټراليا پاليسي چې ځيني نړيوالې ادارې يې ظالمانه بولي د زرګونو په شمير پناه غوښتونکي او کډوال يې له رواني حالت سره مخ کړي.


ځيني کډوال د نا معلوم حالت او ژور رواني ناروغۍ له کبله ځان وژنې هڅه کوي.

د اسټراليا بهرنيو کډوالو توقيف ځايو کې افغان پښتانه هم بند دي چې له ډير کوښښ وروسته مو وشو کولی چې له يو بند افغان پناه غوښتونکي شريف الله سره خبرې وکړو.

شريف الله شپږ کاله وړاندې له افغانستان کندهار ولايت څخه د اسټراليا په لور روان شوی وه او د اسټراليا اوبو ته رسيدو سره نوموړی د اسټراليا سمندري ځواکونو لخوا ونيول شو د کډوالو توقيف ځای ته چې له اسټراليا څخه بهر په مانوس ايليند کې ده واستول شو.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې شميرو له مخه دا مهال نړۍ کې۷۰.۸ ميليونه کسان له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي.

حال داچې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امن هيواد ګڼل شوی ولې اوس هم د ياد هيواد کډوالو اسټراليا او د نړۍ يو شمير هيوادو کې له نا معلوم حالت سره ژوند تيروي.

د اسټراليا د کډوالو شورا ادارې شميرو له مخه د روان کال می مياشت کې ۵۰۸ کډوالو له اسټراليا څخه باهر اسټراليايي کډوالو توقيف ځايو څخه امريکا ته استول شوي. او دا مهال ۹۱۵ پناه غوښتونکي او کډوال يادو توقيف ځايو کې بند دي.

په يادو کډوالو او پناه غوښتونکو کې د افغانستان، پاکستان، ايران، عربي هيوادو او هم افريقايي هيوادو وګړي شامل دي.

شريف الله وايي، له شپږو کلونو راپديخوا رواني تکليف لپاره درمل خوري او هم نا معلوم حالت نوموړی يې له ډيرو کړاوونو سره مخ کړی.

د شريف الله ميرمن او څلور بچې افغانستان کې پاتي.

شريف الله وايي چې د پاپو نيوګيني ټاپو اوسيدونکي له دوی کرکه لري او له ويرې خپلو کوټو څخه باهر نه وځي.

له شريف الله سره مو له اسټراليا څخه بهر کډوالو توقيف ځای کې خبرې کړي چې تاسې د هغه د زړه خواله پدې بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now