دوري شاور خان ۱۸ کاله وړاندې د پاکستان له صوابۍ څخه اسټراليا ته کډه شوې او له هغه وخت راهيسې يې تل هڅه کړې ترڅو خپل کلتور او ژبې سره نږدې پاتې شي.
د اغلې ليکنو کې ډيره کې د پښتو کلتور او هم سيمو ته انځور ورکړل شوې او د نوموړې پر ليکنو پخوا هم اسټراليايي تياترو کې ډرامې وړاندې شوي.
د دوري شاور خان تازه ډرامه د مهاجرت په اړه ده چيرې چې مهاجرت ته د يو مور له سترګو کتنه شوې.
اغلې وايي، پخوا وختو کې د ټکنالوژي الو نه شتون له امله زمونږ نيا ګانو کيسې کولې او پښتنو کې د کيسو کولو جلا مهارت دی.
اغلې وايي، ځيني خلک پښتانه په نړۍ کې له جګړې سره تړلي خلک بولي نو ځکه، ليکنو، درامو او نورو لارو څخه د خلکو ذهنيت بدلول اړين کار دی.
د اغلې دوري شاور خان ډرامه د مې مياشت ۱۸ نيټې څخه تر جون مياشت ۴ نيټې پورې په The Blue Room Theatre لويديځ اسټراليا کې وړاندې کيږي.
اس بي اس پښتو خپرونې له اغلې دوري شاور خان سره مرکه کړې او لا نور ډير معلومات په مرکه کې واورئ.