د اسټراليا نيو ساوت ويلز پارلمان کې لومړي ځل لپاره د پښتو موسيقۍ کنسرټ وړاندې شو

310602229_658455229178905_2342938222245150116_n.jpeg

Pashto Music Night at NSW Parliement

د اسټراليا تر تولو لوی ايالت نيو ساوت ويلز په پارلمان کې لومړي ځل لپاره د پښتو موسيقی کنسرټ جوړ شو په کوم کې چې لسګونو پښتنو، مدني فعالينو او پارلمان غړو ګډون وکړ.


د پښتنو کلتور ورځ لمانځلو وروستی کنسرټ د نيو ساوت ويلز ايالت په پارلمان کې جوړ شو.

نيو ساوت ويلز پارلمان چې د اسټراليا په تاريخ کې تر تولو پخوانی پارلمان دی لومړي ځل لپاره يې خپل انګړ کې د پښتو موسيقي کنسرټ ته ځای ورکړ.

په ياد کنسرټ کې د پښتو نامتو سندرغاړي کرن خان سندرې او هم پښتو موسيقي وړاندې کړه.

کرن خان په نيو ساوت ويلز پارلمان کې خپل وروستي کنسرټ وړاندې کولو سره د پښتو کلتور نړيوالې ورځې لمانځغونډې پای ته ورسولی او دا يې يوه نه هيريدونکی تجربه ياده کړه.

اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ښاغلي خان وويل، اسټراليا کې پښتانه له خپل ژبې او کلتور سره ډيره مينه لري.

اس بي اس پښتو له کرن خان سره په اسټراليا کې د غونډو او کنسرټونو په اړه وروستی مرکه وکړه چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now