قبايلو اوسيدونکي لا اوس هم د ترهګرۍ او بې کورۍ له ستونزو کړيږي، ولې دې ستونزو سربيره ډير قومونه او کورنۍ د ځمکو پر سر شخړو له امله په دښمنيو لاس پورې کړی.
د پاکستان قبايلي سيمي له لسيزو راهيسې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پر وړاندې جګړې قرباني شوي او اوس هم لسګونه زره اوسيدونکي يې له خپلو سيمو او کورونو څخه بې ځايه دي.
د پاکستان حکومت د نړيوالو موسسو په مرسته هڅه کوي ترڅو د قبايلو سيمو اوسيدونکي د يو لړ پروګرامونو مخې ته اچولو سره هغوی بيرته خپلو سيمو کې ميشت کړي ولې د ځينو بې ځايه شوو کسانو په وينا، د بيرته ميشتيدنې پروګامونو کې ډيرې ستونزې شته او همدا وجه ده چې تر دې دمه زرګونه اوسيدونکي بې ځايه دي.
قبايلو سيمو کې لومړۍ ترهګري او بيا د هغه پر وړاندې د پاکستان پوځ عمليات يوازينۍ ستونزې ندي چې اوسيدونکي يې اغيزمن کړي بلکې د ځمکو پر سر د قومونو او کورنيو ترمينځ شخړو هم دښمنۍ ډيرې کړي او ډير شمير خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د پاکستان حکومت د قومونو ترمينځ شخړو لرې کولو کې پاتې راغلی.
د قبايلو سيمو مشرانو يوه جرګه جوړه کړه ترڅو قبايلو سيمو کې د پښتنو ستونزو ته رسيدنه وکړي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي د قبايلي سيمو له ځينو مشرانو سره خبرې کړي، تاسې بشپړ رپوټ دلته واورئ.





