د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځه کاله پوره شول، خو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی. د اسټرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازو په توګه نه پېژني، خو په ورته وخت کې وايي چې د بشري ناورین پر مهال به د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي. په دغه رپوټ کې مو د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ او په افغانستان کې روان وضعیت ته کتنه کړې ده.
پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او جمهوریت سقوط شو.
له هغه وخت راهیسې، افغانستان د خپل سیاسي تاریخ نوي پړاو ته داخل شوی؛ داسې یوې دورې ته چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستدویه ادارې (یوناما) د وروستي راپور له مخې مهمه او حساسه دوره بلل شوې ده. په دغه راپور کې د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل، خپلسرې نیونې، بدني مجازات او د مدني ازادیو د محدودولو لپاره د لا سختو قوانینو وضع کول په ګوته شوي دي.
د استرالیا د نړیوالې پراختیا وزیره، ان علي، چې له افغانستان سره د استرالیا د بشري مرستو څارنه هم کوي، وايي چې د استرالیا اساسي اندېښنه لا هم د بشري حقونو پراخې او سیستماتیکې سرغړونې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





