د استرالیا هیواد ته مهاجرت له ننګونو څخه یوه ډکه تجربه ده ځکه د نوي ژوند د پیل لپاره په هر ځای کې باید یو شمېرمهمه کارونه ترسره شي.
هغه کسان چې له اتلس کلونو لوی عمر لري او په استرالیا کې د ژوند کولو قانوني حق ولري نو کولای شي د بانک د پور ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپاري.
د پور ترلاسه کولو پرمهال خلک له دوو پوښتنو سره مخ کېږي چې آیا غواړي Fixed rate او یا variable rate قرضه ترلاسه کړي.
د کور لپاره د پور ترلاسه کولو داوړه ډولونه ثابت او دبدلون وړ پورونه خپلې ګټې او ستونزې لري.
که چېرې یو کس Fixed rate پور ترلاسه کړي پدې مانا ده چې د سود قیمت د ټاکل شوې مودې لپاره تغییر نکوي، حتا که مالي اداره د خپل سود قیمت پورته هم یوسي.
پیټر روډاک د ملبورن ښار په ختیځو سیمو کې له خپلې ښځې سره د مورګیج چویس کاروبار پرمخ بیایي.
هغه وايي چې د ثابت قیمت لرونکي پور پرمهال، پور اخیستونکی له پور ورکونکي سره مني چې د سود قیمت به د کومې مودې لپاره ثابت وي. که چېرې یو څوک د کور لپاره پور اخلي ترڅو په ۲۵ یا ۳۰ کلونو کې هغ بېرته ورکړي نو کولای شي چې د ۳ کلونو لپاره د سود قیمت ثابت کړي.
د ثابت قیمت لرونکي پور پرمهال که چېرې د آسټرالیا مرکزي بانک د سود قیمت بدل کړي نو ستاسو پر پور به هېڅ اغیز ونلري.

ثابت قیمت لرونکی پور د ډېریو خلکو د پام وړ ګرځي ځکه د Fixed rate پور پرمهال خلک پوهېږي هره میاشت باید څومره پیسې د کور د قرض لپاره ورکړي او د سود د قیمت لوړوالی په پور اغېز نلري.
مګر د Fixed rate پور یو زیان دادی که چېرې د سود قیمت کم شي نو پور اخیستونکی باید د ټاکل شوې مودې لپاره باید لوړ قیمت سود ورکړي.
ښاغلی روډاک وايي که چېرې تاسو داسې یو شخص یاست چې د خپل کور قرض له ټاکلې اندازې زیات نه ورکوئ، نو Fixed rate یو ښه انتخاب ده ځکه اوس د ثابت سود قیمت له variable rate څخه هم کم دی.
په دغه راپور کې تاسو د Fixed rate او Variable rate د ګټو او تغیراتو په اړه اورېدلی شئ.





