افغانستان کې سېلابونو نږدې دو نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

AFGHANISTAN-WEATHER-FLOOD

په افغانستان کې د راون کال د پسرلي له پېله تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې ده. Source: AFP / ATIF ARYAN/AFP via Getty Images

په افغانستان کې د راون کال د پسرلي له پېله تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې ده.


د معلوماتو له مخې ددغو سیلابونو له امله تر دمه زرګونه کسان مړه شوي، زرګونه څاروي، کورونه او عامه تاسیساتو ترڅنګ زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.

په تازه مورد کې د مې میاشتې په ۱۰ مه د افغانستان په شمال بغلان، تخار بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې له سختو اورښتونو وروسته سیلابونه راغلل چې له امله يې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

که څه هم ددغو سیلابونو له امله د اوښتو درانه ځاني او مالي زیانونو په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یواځې په بغلان ولایت کې ددغو سیلابونو له امله تر اوسه پورې له ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي او نږدې ۲ زره کسان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل،چې دغه راز په دې سیلابونو کې دوه زره ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

له دې سره جوخت د بغلان ولایت یو شمېر سیلاب ځپلي بیا وايي، چې سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه ټولنو څخه غواړي چې له سیلاب ځپلو خلکو سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service