په يو کال کې په مينځنی کچه دريو څخه تر څلور زره اسټراليايان زکام سره تړلو بيماريو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
زکام خطر سره ډيره کې واړه ماشومان او زاړه کسان مخ دي ولې دا ويلی شو چې ټوله کې اسټراليايي ټولنه د زکام له بيمارۍ څخه اغيزمنه کيږي.
اسټراليا کې په کال ۲۰۱۸ کې ۴۸ زره اسټراليايانو د زکام بيمارۍ لپاره يې ډاکټر ليدلی ولي ډيري روغتيا برخې پوهان وايي چې ۲۰۱۸ کال يو ارام کال وه.
زکام له امله کاريګرو يوازې تير کال ۷ ميلياردو ډالرو تاوان ليدلی يعنې يادو کاريګرو زکام له امله رخصتی لپاره تنخؤا نده ترلاسه کړې او بيا بله خوا زکام له وجې هغه کسان کوم چې خپلو کارونو ته ندي تللي دې ټولو د اسټراليا اقتصاد ته ۳۴ ميليارده ډالر تاوان رسولی.
زکام موسم پيل او ورسره تړلو خطرونو په اړه تاسو ته بشپړ رپوټ لرو اوريدو ته يې ملتيا مو وکړئ.