افغانستان کې د روژې میاشتې را رسېدو سره بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

Afghanistan_food prices.png

Credit: Gettyimages/AAP

د بشري حقونو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس له فقر، بېکارۍ، غذایي نا امنۍ او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.


افغانستان کې له فقر او غربت سره مخ افغانان وروسته له هغې یو ځل بیا اندېښمن شوي، چې د روژې په را رسېدو سره بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ په بازارونو کې د نرخ نامو د وېش او نرخونو د کنټرول خبره کړې، خو بیا هم د تېر په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکي بیا د بیو لوړېدل قصدي کړنه بولي او وایي، چې د روژې په رارسېدو سره سوداګر او هټيوال د خلکو له مجبوریته په استفادې په احتکار لاس پورې کوي او د توکو بیې لوړوي.

د پلازمینې کابل اوسېدونکو له اس بې اس راډیو سره په خبرو کې د خوراکي توکو بیو لوړېدو لامل د کابل ښاروالۍ له لوري د نرخنامو او بازار څخه د څار نه درلودل په ګوته کوي، چې له کبله یې سوداګر او هټیوال خپلسري ته مخه کوي.

مهرباني وکړئ له ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now