د روان کال اګيست مياشت کې د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونو افغانانو هيواد پريښود او نورو هيوادونو ته کډه شول.
د افغانستان د حکومت پخواني کار کوونکي او بيا په ځانګړي ډول پوځيان د طالبانو واکمنۍ لاندې د لا ډير خطر احساس کوي، او له هيواد څخه وتلي پوځيان بيا خپل پاتې کورنيو غړو خونديتوب لپاره انديښمن دي.
اسټراليا ته پخوا راغلي افغان پوځيان وايي، کورنۍ يې له خطر سره مخ دي او د اسټراليا حکومت ورسره توپيري چلند کوي.
۲۰۱۹ کال کې په انويکټس لوبو کې ګډون وروسته شپږ تنه افغان پوځيان په اسټراليا کې پاتې شول او د اسټراليا دايمي ويزو ترلاسه کولو وروسته يې خپلو کورنيو راوستلو لپاره مهاجرت ادارې ته غوښتنليکونه وسپارل.
دوه کاله وروسته د يادو پوځيانو کورنۍ لا اوس هم افغانستان کې دي او ورته ويزې ندي ورکړل شوي.
د کورنيو غړو راوستلو غږ پورته کولو لپاره پخواني افغان پوځيانو پرون په پلازمينه کنبيرا کې پارلمان مخې ته مظاهره وکړه او خپل حق غوښتنه يې کوله.
د مظاهره کوونکو په استازيتوب سليم اورياخيل له اس بي اس پښتو سره خبرې کړې چې تاسې يې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.



