Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ننګرهار کلي څخه په خپل مټ د اسټراليا نامتو پوهنتون ته لار پيدا کول، ذاهد الله روحي وپيژنئ

Screen Shot 2022-10-13 at 12.42.10 pm.png

ذاهد الله روحي

د اسټراليا سيډني پوهنتون په نړۍ کې يو له وتلو او لوړ معيار لرونکو پوهنتونو څخه دی چې پکې زرګونه داخلي او بهرني محصلين زده کړې کوي. ياد پوهنتون نړيوالو محصلينو لپاره يو لړ بورسونه اعلانوي چې بيا وروته نړۍ ډيرو هيوادونو څخه محصلين ازموينې ورکوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا سيډني پوهنتون په نړۍ کې يو له وتلو او لوړ معيار لرونکو پوهنتونو څخه دی چې پکې زرګونه داخلي او بهرني محصلين زده کړې کوي. ياد پوهنتون نړيوالو محصلينو لپاره يو لړ بورسونه اعلانوي چې بيا وروته نړۍ ډيرو هيوادونو څخه محصلين ازموينې ورکوي.


د افغانستان جلال آباد ښار څخه ذاهد الله نوري د اسټراليا يو له معتبرو پوهنتونو بورس ته ازموينې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ او ياد پوهنتون ته يې لار پيدا کړه.

ذاهد الله روحي د سيډني پوهنتون کې د اقتصاد ماسټرۍ لپاره په نړيواله ازموينه کې ۹۸ سلنې څخه ډيرې نمرې ترلاسه کړې.

ښاغلي روحي له اس بي اس پښتو سره په مرکه کې وويل، تر ټولو لوی خوب يې افغانستان لپاره د نوبل جايزه ګټل دي چې هغې لپاره يې هم زده کړې پيل کړي.

ښاغلی روحي وايي، اسلامي امارت ورته پاسپورټ ورکړې کې مرسته کړې او هغه يې هڅولی چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

نوموړی به د اسنادو بشپړيدو او طی مراحل وروسته اسټراليا په لور سفر کوي او زده کړې پيلوي.

لا ډير نور معلومات د ښاغلي روحي په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now