په افغانستان کې زېږېدلی ځوان د اسټرالیا د ۱۹ کلنو ځوانانو په لوبډله کې شاملېدو ته نږدې شوی

PHOTO-2026-04-10-13-29-40.jpg

نویان رستمی یو هزاره ځوان دی چې د لویدیځې اسټرالیا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرېکټ لوبډلې کې لوبې کوي. نوموړی د اسټرالیا د کرېکټ بورډ لخوا د ۱۹ کلنو نه کم عمره (U19) د استعدادونو کمپ ته بلل شوی وو.


نویان رستمی په افغانستان کې زیږیدلی دی. په ۲۰۱۸ کال کې چې ۱۰ کلن وو اسټرالیا ته کډوال شوی.

ښاغلی رستمي وايي د کرېکټ د کلبونو له لارې یې خپل کرکټ پيل کړ.

هغه وايي: "لار ستونزمنه وه او زه نپوهېدلم چې څنګه بل پړاو ته لار پیدا کړم."

نویان رستمي په لومړیو درېیو کلونو کې د ګوسنلز کرېکټ کلب (Gosnells Cricket Club) سره لوبېدلی او بیا یې د لویدیځې اسټرالیا د کرېکټ اکاډمۍ ته لاره پیدا کړې ده.

PHOTO-2026-04-10-13-29-40 (2).jpg

ښاغلی رستمي اوسمهال د لویدیځې اسټرالیا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرېکټ لوبډلې کې لوبې کوي چې په وروستیو کې یې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ لخوا د ۱۹ کلنو نه کم عمره کرېکټ (U19) د استعدادونو جوړ شوي کمپ ته لاره پیدا کړې وو.

دغه کمپ په اډېلېډ ښار کې جوړ شوی وو او ښاغلی رستمي په دغه کمپ کې د خپلې تجربې په اړه وايي: "ډېر شیان هلته نوي وو، هلته ما په لوړه کچه د کرېکټ تمرین ترسره کړ او دا یوه ښه تجربه وه."

"زه هم توپ وهونکی یم او هم توپ اچوونکی، یعنی د ال راونډر په توګه لوبېږم."

نویان رستمي وايي د افغانستان د ملي لوبډلې لوبې څاري او ملاتړ یې کوي.

هغه وايي: "عظمت الله عمرزی مې د خوښې لوبغاړی دی، غواړم د هغه په شان لوبه وکړم."

ښاغلی رستمی وايي هیله مند دی چې یوه ورځ د افغانستان لیګ کې ولوبیږي.

ښاغلی رستمي په اډېلېډ کې د ځوانو استعدادونو په کمپ کې له ګډون وروسته هیله لري چې د اسټرالیا په U19 ملي لوبډله کې به شامل شي خو ۱۰۰ فیصده نه پوهېږي چې له دې وروسته به څه کېږي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now