امين يعقوبي د طالبانو حکومت دوران کې يې دوه کاله د طالبانو نظامي کسانو ته د پهلوانی روزنه ورکړې.
امين د طالبانو سختو شرايطو له وجې افغانستان پريښود او پاکستان ته کډه شو مخکې لدې چې اسټراليا ته راشي.
په کال ۲۰۰۶ کې امين اسټراليا ته کډه شو او دلته اسټراليا کې يې څو کاله ځنډ وروسته بيرته پهلواني پيل کړه او څه موده وروسته ده وشو کولی چې خپل شاګردان نړيوالو سيالو ته وليږي.

د امين شاګردانو په تيرو څو کلونو کې بې شميره نړيوالو سيالو کې ګډون وکړ او ځينو يې اسټراليا ته ستر مډالونه هم راوړل.
د اسټراليا د پهلوانی کميتې ډيرو رايو سره امين يعقوبي د اسټراليا پهلوانی ملي روزونکی وټاکه.
د امين په وينا دا ده لپاره د هغه د ژوند تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده.
امين به د اسټراليا ملي ټيم روزي ترڅو راروانو نړيوالو سيالو کې چې هغو کې اولمپيک او کومون ويلت سيالي شامله دي ګډون وکړي او اسټراليا لپاره مډالونه وګټي.
له ښاغلي امين يعقوبي سره مو مرکه کې او لا ډير نور د هغه له خولې واورئ.



