څنګه اسټراليا کې يو افغان کډوال د يوې کمپنۍ لارۍ چلوونکي څخه د هماغه کمپنۍ مالک شو؟

Basir Abbass, the president and owner of Accent Aluminium Windows and Door

Source: Supplied

بصير عباس اسټراليا ته په کال ۱۹۸۶ کې د کډوال په توګه راغلی او لومړيو کې د انګليسي ژبې ستونزې او کلتوري توپير د ښاغلي اسټراليا کې ميشتيدو پر وړاندې ننګونه وه.


د ښاغلي عباس اسټراليا ته رسيدو سره لومړی کار د ژبې زده کړې ته مخه کول وه او له هغې وروسته يې د اکسينټ وينډوز په نامه په يوې کمپنۍ کې د لاری چلوونکي په توګه کار پيل کړ.

د ښاغلي عباس ښه کار او صداقت ده لپاره په يادې کمپنۍ کې د منيجر په توګه دندې ترسره کولو لپاره لار هواره کړه او څو کاله وروسته د يادې کمپنۍ پنځوس سلنه مالک او اوس د ټولې کمپنۍ مالکيت په لاس کې لري.

د بصير عباس په Accent Aluminum Windows&Doors کمپنۍ کې ۸۰ سلنه کار کوونکي افغانان دي

ښاغلی عباس د اسټراليا يوې سترې جايزې Ethnic Business Awards لپاره نوماند دی او د جايزو ګټونکو اعلان د روانې مياشتې په ۲۸ نيټه ترسره کيږي.

له ښاغلي بصير عباس سره مو د هغه ژوند او له لاری چلوونکي څخه د کمپنۍ مالکيت په اړه مرکه کړې.

بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now