د آسټرالیا په سېډني ښار کې د افغاني فلمونو فېسټیوال جوړ شو

SBS Pashto.png

Credit: SBS Pashto / Mujeeb Muneeb

د جمهوریت له سقوط وروسته، طالبانو په غیر رسمي ډول موسیقي او فلمونه منع کړي دي. مګر په آسټرالیا کې د افغانانو یوه ډله هڅه کوي چې د آسټرالیا په ښارونو کې د افغاني فلمونو د فسټیوالونو په جوړولو سره افغاني سینما ژوندۍ وساتي.


په آسټرالیا کې د افغاني فلمونو نړیوال فېسټیوال له تېرو ۹ کلونو راهیسې هر کال د آسټرالیا په یو شمېر ښارونو کې جوړېږي.

دغه فېسټیوال لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې د افغان جوړونکي فهیم هاشمي او په سویلي آسټرالیا کې د رضاکارانو د یوې ډلې له خوا پيل شوی دی.

ښاغلي هاشمي اس بي اس پښتو ته ویلي چې په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دغه فېسټیوال له اډېلېډ ښار څخه پیلېدو سږکال له سېډني ښار څخه پیل شو. هغه وايي، دا پنځم کال دی چې په سېډڼي کې د ګان فلم فېسټیوال جوړېږي.

د اس بي اس پښتو راډیو خبریال مجیب منیب په سېډني کې د دغه فسټیوال له بنسټ ایښودونکي او یو شمېر ګډونوالو سره مرکې ترسره کړې. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په ترسره شویو مرکو کې واورئ.

Mujeeb Muneeb, Fahim Hashimi.png
د اس بي اس پښتو خبریال مجیب منیب او د افغاني فلمونو بنسټ ایښتودونکی فهیم هاشمي Credit: SBS Pashto

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله ویب پاڼې لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now