Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې د افغاني فلمونو فستيوال جوړيږي

Ghan International Film Festival

د اسټراليا دوه لويو ښارونو سيدني او اډيليډ کې د افغان فلمونو نړيوال فيستوال جوړيږي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا دوه لويو ښارونو سيدني او اډيليډ کې د افغان فلمونو نړيوال فيستوال جوړيږي.


اسټراليا کې د افغاني فلمونو يوازينی فلم فستيوال سږ کال يو ځل بيا پر مخ اچول کيږي او يو شمير افغاني فلمونه اسټراليايانو ته نندارې ته وړاندې کيږي. 

اسټراليا کې د غان (افغان) نړيوال فلم فيستوال له تيرو شپږو کلونو راهيسې په اډيليډ ښار کې د GIFFA ادارې په لاس پر مخ اچول کيږي.

ياد فستيوال په تيرو کلونو کې د اسټراليا يو شمير ښارونو کې پر مخ اچول کيده او سږ کال يوازې د اسټراليا دوه لويو ښارونو سيدني او اډيليډ کې له يو لړ مراسمو افغاني فلمونه نندارې ته وړاندې کوي.

د غان نړيوال فلم فستيوال يو له تنظيم کوونکو څخه محمد عارف حليمي دی، ښاغلی له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې وويل، د ياد فستيوال تر شا ډيرې موخې دي ولې تر ټولو مهمه يې د کلتور وده او افغانانو په اړه نړيوالو ته انځور وړاندې کول دي.

د ياد فستيوال څخه راټولې شوې پيسې ټولې افغانستان کې بې وزلو کسانو ته استول کيږي.

د ښاغلي په وينا، افغان فلمونو مينه وال ډير دي.

ياد فستيوال سږ کال اډيليډ ښار کې د ډسمبر مياشت پر ۴ او ۶ نيټه او بيا په سيدني ښار کې د يکشنبې په ورځ د ډسمبر مياشت پر ۱۲ نيټه پر مخ اچول کيږي.

تاسې د ياد فلم فستيوال وخت او ټکټونو په اړه له GIFFA ويبپاڼې څخه معلومات ترلاسه کولی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now