د ګان په نوم د افغاني فلمونو نړیوال فسټیوال له تېرو ۸ کلونو راهیسې د آسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې جوړېږي.
سږکال دغه فسټیوال د آسټرالیا په اډېلېد، ملبورن او سیډني ښارونو کې جوړ شو او افغاني فلمونه نندارې ته وړاندې شول.
د ګان نړیوال فلم فسټیوال بنسټ ایښودونکی، فهیم هاشمي وايي، د "د ګان فلم فسټیوال ۸ کاله مخکې شروع شوی دی" مګر په سیډني کې دا "څلورم ځل دی" چې دغه فیسټیوال جوړېږي.
د اس بي اس پښتو راډیو خبریال مجیب منیب په سیډني کې د دغه فسټیوال له بنسټ ایښودونکي او یو شمېر ګډونوالو سره مرکې ترسره کړې. د مرکو د اورېدلو لپاره د پلې (Play) تڼۍ کېکاږئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





