پدې مرکه کې:
- د کرونا ويروس تطبيق څو کاله وخت نيسي؟
- څومره هيوادونو د کرونا ويروس واکسين تطبيق پيل کړی؟
- اسټراليا کې واکسين کول کله پيل کيږي؟
- اسټراليا کې د واکسين کولو پړاونه کوم دي؟
که له یوې خوا د کرونا وېروس شمېرې په زیاتېدو دي بله خوا د کرونا واکسین د تطبیق چارې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پیل شوي ترڅو په کرونا وېروس د لا ډېر کسانو د اخته کېدو مخه ونیسي.
ټاکل شوې ترڅو راتلونکې اوونۍ په آسټرالیا کې هم د کرونا وېروس د تطبیق چارې پیل شي او د روانې میاشتې تر پایه پورې شاوخوا ۶۰ زره کسان د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د متخصصینو یوې درې کسېزه ډلې د آسټرالیا د مطبوعاتو په ملي کلب کې خلکو ته د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي ترڅو خلک د روان حالت په اړه په جزیاتو خبر شي.
د آسټرالیا د ساري ناروغیو یوه متخصص ډاکټر، د مطبوعاتو په ملي کلب کې د خبرو پر مهال ویلي، د کرونا واکسین د تطبیق چارې کېدای شي ۶ کاله وخت ونیسي ترڅو د ټولې نړۍ اوسېدونکي د کرونا وېروس لپاره واکسین شي او د یاد وېروس نوي ډولونه را پیدا نشي.
د ساري ناروغیو متخصص سنجیا سنانایک وايي چې ۷۰ هېوادونو د کرونا وېروس د تطبیق چارې پیل کړي او که چېرې په اوسني سرعت سره دغه چارې دوام پیدا کړي نو تر راتلونکو ۶ کلونو پورې شاید ۷۵ سلنه کسان واکسین ترلاسه نکړي.
يادې مسلې په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.