نړيوال رپوټ: افغانستان له ترهه ګرۍ څخه د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هيواد دی

Security forces in Afghanistan

Source: Social media - public domain

د ۲۰۱۷ کال ترهه ګرۍ پيښو او له هغو څخه مرګ ژوبلې په اړه نړيوال رپوټ خپور شوی. نوي رپوټ کې راغلي چې تير کال ټوله نړۍ کې ترهه ګرۍ پيښو څخه د وژنې لږې پيښې ثبت شوي ولې ياد رپوټ کې راغلي چې افغانستان تير کال کې له سوريې او عراق څخه هم ډير د ترهه ګرۍ قرباني شوی هيواد دی او ډير شمير افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. رپوټ کې راغلي چې عراق، سوريه او اوروپايي هيوادو کې په کال ۲۰۱۷ کې لږ شمير کسان ترهه ګرۍ سره تړلو پيښو له وجې وژل شوي. نوره نړۍ کې د ترهه ګرۍ قربانيو شمير ځکه لږ شوی چې د دايش ډلې فعاليتونه لږ شوي او يا تر يو حده له مينځه تللي. ولې افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو نا امنه هيواد دی او ډير شمير وګړي يې د ترهه ګرۍ قرباني دي. سره لدې چې له ترهه ګرۍ څخه د وژنو پيښو کې د پام وړ کمی راغلی ولې ترهه ګري لا اوس هم نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دی. د Institute for Economics and Peace يا IEP شپږم کال لپاره د نړۍ ترهه ګرۍ څرنګوالي ته کتنه کوي. په نوي رپوت کې راغلي چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې چې نړۍ کې د ترهه ګرۍ تر ټولو ډيرې پيښې ليدل پيل شول تير کال يعنې ۲۰۱۷ کې د تيرو کلونو پر پرتله ۲۷ سلنه کمی ليدل شوی. په نوي رپوټ کې ۱۶۳ هيوادو ته کتنه شوې کوم چې ترهه ګرۍ څخه ځپل شوي ولې رپوټ کې راغلي چې ۹۴ هيوادو وضيعت ۲۰۱۷ کې د تيرو کلونو پر پرتله ښه شوی ولې بيا د ۴۶ هيوادو وضيعت ډيره کې ندی ښه شوی او ترهه ګرۍ سره تړلې پيښې لا اوس هم يادو هيوادو کې ليدل شوي. د ياد رپوټ موندلې په تيار شوي راډيويي رپوټ کې واورئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نړيوال رپوټ: افغانستان له ترهه ګرۍ څخه د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هيواد دی | SBS Pashto