اسټراليا کې د ترهه ګرو اسټراليايي تابعيت له مينځه وړل کيږي

Minister for Home Affairs Peter Dutton looks on as Prime Minister Scott Morrison speaks Source: AAP
.د اسټراليا فدرالي حکومت ترهه ګرۍ ضد نوو قوانينو څخه پرده پورته کړه .د اسټراليا د حکومت نوو قوانينو له مخه که په کوم اسټراليايي د ترهه ګرۍ عمل ثابته شي نو له هغه څخه د اسټراليا تابعيت اخيستل کيږي دا مهال د اسټراليا کورنيو چارو وزير د يو اسټراليايي تابعيت لغوه کولو واک لري که چيرې يو کس پر ترهه ګرۍ عمل تورن وي او پرې د ۶ کلونو او يا له هغې څخه ډير زنداني کيدو حکم صادر شوی وي. د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن او کورنيو چارو وزير پيټر ډټون تيره ورځ خبري کنفرانس کې پر نوو او سختو قوانينو رامينځته کيدو ټينګار وکړ او د هغو په وينا اوس بايد حکومت ته لا ډير واک په لاس کې ورکړل شي ترڅو اسټراليا ته شته خطرونو سره مبارزه وکړي د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون وايي چې که چيرې دا وړانديز شوي قوانين تصويب شي نو هغه کسان چې اوس ترهه ګرۍ سره تړلو پيښو په تور زنداني دي له هغو څخه ۵۰ کسان يې خپل تابعيت له لاسه ورکولی شي. .يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ واورئ
شریکول