حکومت دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د اسټراليا کابينه د هغه بل قانون په وړاندې کولو کې پاتې راغلې کوم چې اسټراليا کې غير قانوني مهاجر په نښه او له اسټراليا څخه باهر کړي ځکه پدو غير قانوني مهاجرو کې داسې کسان هم شته چې له ۱۰ کلو څخه ډير وخت کيږي چې ويزې يې ختمې شوي ولې لا اوس هم اسټراليا کې په پټه ژوند کوي.
د اسټراليا د کورنيو چارو وزير ښاغلی پيټر ډاټون وايي چې اسټراليا کې جنايت کاران بايد د اسټراليا طبعه نه اوسي او هم ښاغلي داسې يو پلان تصويب لپاره وړاندې کړی کوم چې د هغو جنايت کارانو ويزې په اوتوماتيک ډول بنديږي کوم چې اسټراليا کې درنو جرمونو کې لاس لري.
تاسو ته مو دې مهمې موضوع په اړه رپوټ چمتو کړی چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.