په استرالیا کې مېشت اویغور مسلمانان د دغه هېواد له حلکومت څخه غوښتنه لري ترڅو د چین پر حکومت فشار رواړي او د دوی خپلوان له زندان څخه راخوشې کړي. له دغې غوښتنې څو ورځې وړاندې د استرالیا په ګډون ۲۲ هېوادونو د بشري حقونو له سازمان څخه د چین پر حکومت د فشار غوښتنه وکړې ترڅو اویغور مسلمانان له زندانونو څخه را خوشې کړي. د ۲۲ هېوادونو له غوښتنې وروسته د سعودي ، پاکستان او اماراتو په ګډون ۳۷ هېوادونو د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره د چین له هغې تګلارې ملاتړ وکړ چې په سینګیانګ کې شاوخوا ۱ میلیون مسلمانان په زندانونو کې ساتي.



