هارون باچا په لومړي ځل اسټراليا کې کنسرټونه وړاندې کوي

Haroon_Bacha_in_2017.jpg

راتلونکې اونۍ د اسټراليا په بيلابيلو ښارونو کې د پښتنو کلتور نړيواله ورځ لمانځل کيږي.


هر کال د سپټمبر مياشت پر ۲۳ نيټه په نړۍ د پښتون کلتور تر نامه لاندې نړيواله ورځ لمانځ کيږي.

اسټراليا کې تير کال دا ورځ لومړي ځل لپاره د لسګونو رضارکارانو پر مټ په بيلابيلو ښارونو کې ولمانځل شوه.

سږ کال د پښتون کلتور نړيوالې ورځې ټولنې په پام کې نيولې چې سيډني ښار کې د سپټمبر پر ۲۳ او ملبورن ښار کې د سپټمبر پر ۲۸ نيټه د پښتون کلتور نړيواله ورځ د هارون باچا له کنسرټونو سره ولمانځي.

اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ښاغلي باچا وويل، ډير خوښ دی چې لومړي ځل لپاره اسټراليا ته راځي او د يوې مهمې ورځې برخه ګرځي.

د ښاغلي باچا په وينا، ټول پښتانه بايد د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې په لمانځغونډو کې برخه واخلي ځکه مهاجرت دوران کې داسې غونډې پر مخ اچول او پکې برخه اخيستل ډير مهمه دی.

اس بي اس پښتو له ښاغلي هارون باچا سره بشپړه مرکه کړې، تاسې به واورئ چې څنګه نوموړي د موسيقۍ هنر ته مخه کړه، هيواد پريښودلو ته اړ شو او امريکا ته مهاجر شو، د ښاغلي اوسنۍ دنده او هنري کارونو سره بيره نور ډير معلومات په مرکه کې ځای شوي دا ټول په بشپړه مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now