د افغانستان سولې خبرو پروسې په اړه بيلابيل نظرونه ورکول کيږي چې ځيني د شته خبرو او پر مختګ څخه خوښ ولې بيا ځيني ناخوښ بريښي.
د سولې او اقتصاد نړيوال څيړنيز مرکز د ۱۶۳ هيوادو د سولې او پرمختګ څيړنه کوي او هر کال خپلې موندنې خپروي.
د يادې ادارې رپوټ له مخه افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې له سوريې او عراق څخه ډير د تاوتريخوالي شاهده وه.
يادې ادارې يو له څيړونکو ښاغلي محب اقبال سره مو خبرې کړي کوم چې د افغانستان د سولې بهير اوسني حالت اړه خپل نظر شريک کړی.
د ښاغلي اقبال په وينا، امريکا د افغانستان جګړې ختمول غواړي ولې بله خوا افغانستان کې د سختې جګړې خطر هم شتون لري.

Mohib Iqbal from Intitute for Economics and Peace at SBS Studios Source: SBS Pashto
د ښاغلي په وينا افغان حکومت بايد سولې خبرو کې ښکيل اوسي او د ټاکنو مسله يوازې يوه بهانه ده ولې اصل کې افغان ولسمشر منتخب ولسمشر دی او د افغانانو استازيتوب کوي او هم افغانستان پارلمان لري او نور فعاله بنسټونه لري ترڅو سولې خبرو کې ښکيل شي او د افغانانو استازو په توګه څرګند شي.
د سولې او اقتصاد نړيوالې څيړنې ادارې څيړونکي محب اقبال سره اس بي اس پښتو خپرونې مرکه کړې او بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.