د بريتانيا د ملکې اليزابيت ۲ مړينې وروسته ځيني هيوادونه د بريتانيا مشترک المنافع هيوادونو څخه ځان بيلول غواړي. ولې تر ټولو مهمه داچې د ياې شاهي کورنې واک څومره دی او څومره هيوادونه د يادې کورنۍ تر اغيز لاندې دي.
اسټراليا په ګډون د نړۍ ۱۴ هيوادونه د مشترک المنافع تر نامه لاندې د بريتانيا د شاهي کورنۍ تر مخامخ اغيز لاندې دي.
د همدې ټولو هيوادونو پاچا د بريتانيا د شاهي کورنۍ وي.
د انګلستان مستعمرې لاندې شاوخوا ۵۲ هيوادونو شتون درلود ولې وخت تيريدو سره اوس يوازې ۱۴ مشترک المنافع هيوادونه پاتې دي.
د ملکې اليزابيت ۲ له مړينې وروسته ځينو له همدې هيوادونو کې د شاهي کورنۍ واکمنۍ څخه وتلو خبرې کيږي.
د شاهي کورنۍ اغيزو او هم واک په اړه له تاريخ پوه او ليکوال ښاغلي نور احمد خالدي سره مرکه لرو چې لا ډير معلومات پدې مرکه کې اوريدلی شئ.




