په استرالیا کې ۵ سلنه بې کوره کسان د افغانستان اصلي اوسیدونکي دي

 homeless woman in Minnesota (Reuters)

Source: Reuters

د استرالیا د نیو ساوت ویلز پوهنتون یو راپور ښيي چې اوسمهال په استرالیا کې د شاوخوا ۶۰۰ زره ارزانه کورونو اړتیا لیدل کېږي ترڅو هغه کسان هم وکولای شي په استرالیا کې کور واخلي چې کم عاید لري.


بې کوري یا د استوګنې لپاره د مناسب ځای نشتون یوه نړیواله ستونزه ده. یواځې د نړۍ په شاته پاتې هېوادونو کې خلک پر سړکونو او پارکونو شپې نه سبا کوي بلکې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو لکه استرالیا ، امریکا، کانادا او انګلستان کې هم خلک بې کوره دي.

وروستي راپورونه ښيي چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې له  ۱۵۰ میلیونو څخه زیات خلک بې کوره دي او دغه شمېرې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د لوړیدو په حال کې دي.

د استرالیا د احصایې ادارې امار ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۶ زره کسان په استرالیا کې بې کوره ووخو په ۲۰۱۱ کال کې د بې کوره کسانو شمیرې ۱۰۵ زره کسانو ته رسیده. که چېرې  د ۲۰۱۶  کال د بې کوره کسانو شمېرې د ۲۰۱۱ کال له شمېرو سره پرتله کړو نو ښيي چې هر کال شاخوا ۲ زره نوي کسان په استرالیا کې بې کوره شوي دي.

مهرباني وکړئ، لا ډېر مالومات په راپور کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now