آسټرالیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له خوراکي توکو سره د حساسیت کچه په کې لوړه ده. د نیو ساوت ویلز ایالت د خوړو ادارې د معلوماتو پر اساس، په آسټرالیا کې له هرو ۱۰ ماشومانو څخه یو او له هرو ۱۰۰ لویانو څخه ۲ کسان له خوړو سره حساسیت لري.
ښوونځیو ته د حساسیت لرونکو ماشومانو استول د ډېریو والدینو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې نوي آسټرالیا ته راغلي او ممکن په دغه هېواد کې له سیسټمونو او لارښوونو څخه ناخبره دي.
په ښوونځو او وړکتونونو کې حساسیت لرونکو ماشومانو ته ښه پاملرنه، د والدینو، ښوونځیو او کلینیکونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پورې تړلې خبره ده.
مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات په رپورټکې واورئ.
شریکول




