طاهره چې بې وزله يتيمه ده کمپيوټرنړيوالې سيالۍ کې يې لومړی مقام خپل کړ
Islam Gul Afridi Source: Islam Gul Afridi
پښتنو ټولنه کې بې وزلي او هم ناسم دودونه ډيري وخت د ځوانو پښتنو د استعداد او توان پر وړاندې خنډ ګرځي ولې بيا همدې ټولنه کې لکه طاهره په شان داسې انجونې او کورنۍ هم پيدا کيږي چې د نړۍ په سطحه ځليږي.طاهره ډيره وړه وه چې يتيمه شوه او مور يې د نورو خلکو کورونو کې کار کولو سره ده ته د زده کړې زمينه برابره کړه. د ژوند نا خوالو سره طاهره هم ځيني وخت دې ته اړ کيدله چې له مور سره کار برخه کې مرسته وکړي ولې دې سره يې خپل زده کړې سره مينه له پامه نه غورځوله او د لوړ سوچ خاونده وه.طاهره وايي چې دده مينه کمپيوټر پرګرامو جوړولو برخه کې ده او يوې نړيوالې سيالۍ ته يې هم لار وموندله چې د ۲۵ کاله کم عمره کسانو مينځ کې يې لومړی مقام خپل کړ. طاهره وايي چې له سختيو سره بيا هم ده دومره اوچت مقام ترلاسه کولو سره دده شاوخوا ټولنه خوشحاله نه وه اوده ته يې په بدو سترګو کتل او د هڅونې پر ځای طاهره رټل کيده او د پرمختګ مخه يې نيول کيده.طاهره خپل ټولنې څخه نا هيلې ده ولې بيا هم اوچت سوچ او مقصد لري او غواړي چې دده ورته استعدادونه وځلوي او خپله ټولنه له تورو تيارو وباسي.اسلام ګل افريدي له طاهرې سره مرکه کړې او په زړه پورې خبرې يې راخيستي چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.
شریکول
