د اسټراليا حکومت جوړښت په اړه په زړه پوري معلومات واورئ.
د هر هېواد دولت خپل اداري او امنیتي جوړښتونه لري او دغه جوړښتونه داخلي او بهرني خپلواکي هم لري. د نړۍ ډير شمير هيوادو دولتونه له درې قوو څخه جوړ شوي د اجراييه ، قضاییه او مقننه قوه.
په استرالیا کې حکومت په درېو کچو ویشل شوی چې عبارت دي له فدرالي ، ایالتي او سیمه ایزو حکومتونو څخه پدې مانا چې په اسټرالیا کې واک او مسولیت د دریو کچو حکومتونو ترمنځ ویشل شوی.
هر حکومت خپل صلاحیتونه لري او په استرالیا کې هره سطحه حکومت د خلکو په رایه ټاکل کیږي.
تاسو ته مو د اسټراليا حکومت جوړښت او فعاليت په اړه په زړه پوري معلومات برابر کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.





