افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی څنګه له مينځه تلای شي؟

Aghanistan Maternal Mortality_AP-Vincent Thian

Aghanistan Maternal Mortality_AP-Vincent Thian Source: Aghanistan Maternal Mortality_AP-Vincent Thian

په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی. افغانستان هغه هېواد دی چې بېلابېل وختونه په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کېږي. دغه تاوتریخوالی حتی د وحشت تر کچې هم رسېږي. د پوزې پرې کول، زندۍ کول، سوځول او داسې نور ظلمونه د تاوتریخوالي هغه نښې دي چې په تېرو کلونو کې افغان مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.د ننګرهار د ښځو چارو رییسه وایي چې له دغه کمپاین څخه یې موخه دا ده، څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی را کم کړي. نوموړې زیاتوي چې مېرمنې دې په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او په خپلې ونډې سره دې دغه ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.بلخوا د ننګرهار والي مرستیال وایي چې ولسمشر او مرکزي حکومت په دې برخه کې جدي سپارښتنه ورته کړې، تر څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه یوسي. نوموړی مني چې په ننګرهار کې هم د ښځو پر وړاندې ستونزې شته، خو ټینګار کوي چې تل یې دغه ستونزو ته د ښځو چارو ریاست له لارې لاسرسی کړی دی.نوموړی ټینګار کوی چې په دې برخه کې دې دیني علما، د حج او اوقافو ریاست او د قوم مخور کوټلي ګامونه واخلي او د ښځو په هکله دې د عامه پوهاوي په برخه کې کار وکړي.بلخوا په ننګرهار کې هغه مېرمنې چې تاوتریخوالی ورسره شوی، زیاتوي چې تاوتریخوالی معمولاً د هغو کسانو له خوا کېږي چې زور او زر ولري. دوی زیاتوي چې دغه کړنې د دولتي چارواکو له خوا ترسره شوې دي او کله چې نوموړې خپله دوسیې څارنوالۍ ته واستوي، د حکومت زور ورته نه رسېږي.هغه مېرمنې چې تاوتریخوالی ورسره کېږي، د امن کور ته ځي او د خپلې قضیې تر حل پورې هملته ژوند کوي. نوموړې د امن کور د ځان لپاره د اوسېدو وړ ځای بولي او زیاتوي چې هلته په بشپړ ډول مصوونې دي.د دغه کمپاین په لاره اچوونکې وایي چې له دغه کمپاین څخه یې موخه دا ده ، څو د ښځو پر وړاندې عامه پوهاوی لوړ کړي او دوی ته خپل حق ورکړل شي. د دوی پر وینا ښځې د اسلامي شریعت او اساسي قانون پر بنسټ د نارینه وو په څېر د زده کړو او دندې ترسره کولو حق لري.دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون، د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه د قانون یوه طرحه جوړه کړه چې پر بنسټ یې که څوک مېرمنې وځوروي، د مالي جریمې ترڅنګ به زندان ته استول کېږي.دغه طرحه به د ولسي جرګې له تصویب وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته د توشیح په موخه واستول شي.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now