څنګه کولی شئ اسټراليا ته کار لپاره راشئ

GettyImages-Digital Vision

GettyImages-Digital Vision Source: GettyImages-Digital Vision

د ۴۵۷ ويزه اسټراليا ته د مهارت لرونکو کاريګرو راتګ ويزه ده چې په لنډ مهاله ډول کار کوونکو ته ورکول کيږي يادې موضوع لا روښانه کولو لپاره مو حقوق پوه او وکيل ښاغلي نظير داور سره مرکه کړې چي ياده بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ


 د ۴۵۷ ويزه اسټراليا ته د مهارت لرونکو کاريګرو راتګ ويزه ده چې په لنډ مهاله ډول کار کوونکو ته ورکول کيږي.

د اسټراليا د مهاجرت وزارت هر کال هغه ليسټ خپروي کوم چې اسټراليا بهرني کاريګرو ته اړتيا لري يعنې اسټراليا کې دننه کاري تشه ليدل کيږي نو له همدې مخه اسټراليا بهرنيو کاريګرو ته د اړتيا له مخه هغوی ته د کار ويزې ورکوي.

د ۴۵۷ ويزه چې بهرني مهارت لرونکې کاري ويزه باندې مشهوره ده ، ددې ويزې پروګرام له مخه  اسټراليا کې کاروبارونه کولی شي چې څلورو کلونو لپاره له اسټراليا څخۀ باهر کاريګر اسټراليا ته دعوت کړي او خپله کاري تشه ډکه کړي..

Engineers discussing engine parts
GettyImages-Monty Rakusen Source: Getty image

هر هغه شخص ته چې د ۴۵۷ بهرنيو کاريګرو ويزه ورکول کيږي هغه د لاندې اسانتياوو څخۀ برخه من کيږي.

.اسټراليا کې له يوې ورځې څخۀ نيولی تر ۴ کلونو پورې کار کولی شي

.اسټراليا ته خپل د کورنۍ نږدې غړي راوستلی شي د هغه شخص کورنۍ هم کولی شي چې اسټراليا کې زده کړه او يا کار وکړي

.کله چې اسټراليا ته را داخل شي نو بيا هر څو واری چې له اسټراليا څخه باهر سفر وکړي او يا هم بيرته راشي  پر هغې کوم محدوديت نشته

 

لاندې هغه څلور پوښتنې چې خلک يي د ۴۵۷ بهرنيو کاري ويزو په اړه کوي

 

د ۴۵۷ ويزه کومه ويزه ده؟

د ۴۵۷ ويزه د بهرنيو کاريګرو لپاره لنډمهاله ويزه ده.

يادې ويزه ته اسټراليا کې د کاروبارونو لخوا د کاريګرو رابللو ويزه هم وايي.. دا پدې معنی چې اسټراليا کې دننه کاروبارونه نه وي توانيدلي چې اسټراليا کې خپله کاري تشه ډکه کړي نو بيا له هغه ورسته ياد کاروبارونه له باهر څخۀ بيلابيلو برخو کې کار کوونکي اسټراليا ته دعوت کوي، د بهرنيو کاريګرو رابلل بايد د ۴۵۷ ويزې پروګرام لاندې چې د اسټراليا د مهاجرت وزارت سره په ګډه جوړ شوی ترسره شي.

 

تاسې لا زيات معلومات له http://www.border.gov.au/trav/work/work/subclass-457-visa-legislative-instruments ويبپاڼې څخۀ تر لاسه کولی شئ.

 

اسټراليا کې يو کاروبار يا اداره څنګه له باهر څخۀ کاريګر اسټراليا ته دعوت کولی شي؟

 ياد کار لپاره درې لارې او مرحلې شتون لري ترڅو يو بهرنی کار کوونکی د ۴۵۷ بهرنيو کاريګرو ويزې پروګرام لاندې اسټراليا ته دعوت شي.

د اسټراليا مهاجرت ادارې ويبپاڼه کې د مهارت لرونکو کارې ويزې برخه کې ځان راجسټر کړئ او کوم کار ته چې تاسې غواړئ خپل خوښه يا علاقه وښايي.

سپانسرشيپ يا دعوت کول: اسټراليا کې کاروبارونه او هم ادارې چې بهرنيو کاريګرو ته اړتيا ولري د مهاجرت ادارې ته غوښتنليک ورکوي او وايي چې دوی بهرنيو کاريګرو ته بيلابيلو برخو کې اړتيا لري ولې بايد يو څه چې په پام کې ولرئ هغه داده چې اسټراليا کې کاروبارونه او ادارې هم بايد په معيار برابرې وي ترڅو ددې وړتيا ولري چې له مهاجرت وزارت څخۀ اجازه ترلاسه کړي او له باهر څخه کاريګر اسټراليا ته دعوت کړي..

 نومنيشن يا نومونې پروسه:  يو کاروبار يا اداره بايد بهرني کاريګر کارونو لپاره ونوموي.. يعنې هغه کاريګر بايد ونوموي کوم چې ۴۵۷ ويزې ته يي غوښتنليک ورکړی وي او يا هم دلته اسټراليا کې لا د مخه په ۴۵۷ ويزې راغلي وي او ياده کارې تشه ډکولی شي.

 ويزې لپاره غوښتنليک ورکول: کله چې يو بهرنی کار کوونکې اسټراليا کې د يو کاروبار او يا ادارې لخوا ونومول شو نو له هغه وروسته هغه بايد ۴۵۷ ويزه ته غوښتنليک ورکوي.. دا په اصل کې وروستی مرحله ده چې تاسې ويزه اخلی او بيا کار لپاره اسټراليا ته راځی.

 آيا د ۴۵۷ ويزو لرونکي خپل انګليسي ژبې وړتيا لپاره بايد ثبوت وړاندې کړي؟

که تاسې اسټراليا ته د مهارت لرونکو کسانو په توګه استړاليا ته کار لپاره راځئ نو بايد په انګليسي ژبه يو څه حد ته پوهه ولرئ.. د انګليسي ژبې معيار د کاروبار لخوا د کاريګر دعوت کولو وخت کې واضع کيږي چې را دعوات شوي کار لپاره کوم معيار انګليسي ژبې پوهې ته اړتيا ده..

ولې که تاسې د کاناډا، نيوزيلينډ، ايرلينډ، انګليستان، امريکا، اوسيدونکي ياست.

 يا مو ۵ کاله پر انګليسي ژبه لوړې زده کړه کړې وي، بيا تاسو ته کيدای د انګليسي ژبې امونينه اړينه نه وي

 آيا د ۴۵۷ ويزې لرونکي خپلې کورنۍ اسټراليا ته راوستلی شي؟

د ۴۵۷ ويزې لرونکي کولی شي چې له ځانسره خپل د کورنۍ نږدي غړي راولي..

د کوررنۍ غړو ته هيڅ د ازمويني معيار او يا انګليسي ژبې باندې پوهه اړينه نده.

د يادې ويزې لرونکي کورنۍ غړي کولی شي چې اسټراليا کې زده کړه او يا هم کار وکړي.

د ۴۵۷ بهرنيو کاريګرو ويزې په اړه نور معلومات له https://www.border.gov.au/Forms/Documents/1154.pdf ويبپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now